كابل- ۱۳۸۸ دكب ۱۹مه
ولسي جرګې د سويلي اسيا هيوادونو دسيمه ييزو همكاريو دسازمان(سارك) څلور موافقتنامې تصديق او تاييد كړې.

ولسي جرګې وروسته له هغه دغه موافقتنامې تصديق او تاييد كړې، چې دوه كاله وړاندې افغانستان دسارك سازمان غړيتوب ترلاسه كړ، دغه موافقتنامې چې دسياسي او اقتصادي اسانتياوو په خاطر ترسره شوې دي، پكې د سارك دپراختيايي صندوق دمنشور ،دسويلي اسيا د ازادې سوداګرۍ دساحې ، له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخه كې دسارك موافقتنامه او دسارك هيوادونو د ترهګرۍ د له منځه وړلو ضميموي منشور شامل دي.
په غونډه كې، چې د محمديونس قانوني په رياست او دبهرنيو چارو وزارت داستازو په ګډون جوړه شوې وه، له يوې ضميمې سره څلور موافقتنامې دنړيوالو چارو دغړيو ميراحمد جوينده او خداينظر سرمچار له لوري غونډې ته وړاندې شوې.
په غونډه كې، له هر اړخيز بحث او څيړنې وروسته يادې شوې موافقتنامې درايو په اكثريت تصديق او تاييد شوې.
دغونډې په بله برخه كې، دافغانستان او پاكستان په چارو كې دامريكا دځانګړي استازي ريچارډ هالبروك د وروستيو څرګندونو په اړه د ولسي جرګې اعلاميه د محمدنور اكبري له لوري غونډې ته ولوستل شوه.
ددې اعلاميې په يوه برخه كې راغلي: ((له طالبانو سره د هيواد د شريف قومونو له ډلې نه ديوه ځانګړي قوم د اړيكو په اړه دهالبروك وروستۍ څرګندونې ،له واقعيت څخه دلرې والې ترڅنګ د ورورۍ او ملي يووالي له روحيې سره هم اړخ نه لګوي او زموږ ګډې موخې اغيزمنې كوي. دافغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا ولسي جرګه ټولې هغه څرګندونې، چې د افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ لامل ګرځي، محكوموي .))
په پاى كې دولسي جرګې دهغو غړيو لست، چې په تيره اونۍ كې غيرحاضر وو،مطبوعاتو ته وړاندې شو.